د ورکړل شوي ضرب الاجل وروستۍ ورځ؛ افغان کډوال د سبا ورځې له پیلېدو وېره لري
نن د پاکستان د حکومت لهخوا ناقانونه کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل وروستۍ ورځ ده. په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د سبانۍ ورځې له پیلېدا وېره لري، چې د پاکستان حکومت به د ورځې په پیلېدو پر کومو چارو لاس پورې کړي.
تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو په ځلونو خبرداری ورکړی و، چې د نومبر تر لومړۍ نېټې دې ناقانونه بهرنیان په خپله خوښه دغه هېواد پرېږدي؛ کنه له قانوني چلند سره به مخامخ شي.
دغه چارواکو دا هم ویلي و، چې دغه پرېکړه د یوه قوم په نښه کول نه دي؛ بلکې په ټولو ناقانونه بهرنیانو پلې کېږي.
خو دا هغه څرګندونې دي، چې د افغانانو لپاره د نه منلو وړ دي.
نن ورځ او شپه به په پاکستان کې مېشتو ټولو افغان کډوالو لپاره سخته او اوږده شپه وي.
افغان کډوال له دې وېره لري، چې سبا سهار به د پاکستان حکومت اخیستونکي ګامونه څه وي؟
که څه هم نړۍوالو سازمانونو او مخکښو شخصیتونو له پاکستاني حکومته غوښتي، چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي؛ خو پاکستاني چارواکي وایي، چې پرېکړه یې له نړۍوالو اصولو سره برابره ده.
له دې سره طالب چارواکو هم اعلان کړی، چې له پاکستانه ۱۰۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي او دوی هڅه کوي، چې دغه کډوالو لپاره لنډمهاله استوګنځایونه برابر کړي.
له بلې خوا په تورخم کې سرچینې وایي، چې له یوې اونۍ راهیسې په دغه دروازه کې ګڼه ګوڼه خورا ډېره ده او پاکستاني پولیس هڅه کوي، چې د افغان کډوالو پیسې واخلي او د پېسو په بدل کې هغې غاړې ته د اوښتو اجازه ورکړي.