کاناډا: دغه هېواد ته د ۴۰ زرو افغان کډوالو د لېږدولو ژمنه مو پوره کړې ده

کاناډا وايي، د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې یې خپله هغه ژمنه پوره کړې چې ویلي یې و څلوېښت زره افغان کډوال به هغه هېواد ته ولېږدوي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر مارک مېلر ویلي، په پام کې وه چې دغه بهیر د روان کال تر پایه بشپړ کړي؛ خو د هغه په وینا چې له خپلې کړې ژمنې دوه میاشتې مخکې یې دغه بهیر بشپړ کړی دی.
خو لا هم د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ګڼ افغان کډوال شته، چې د کاناډا له‌خوا په کرایه کړل شویو مېلمستونونو کې اوسېږي.
یو تن افغان خبریال اکرام عصمتي افغانستان انټرنشنل ته وویل:« زموږ کېسونه د بشپړېدو په حال کې دي او موږ ته ویل شوي، چې په روان میلادي کال کې به موږ هغه هېواد ته ولېږدوي.»
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته کاناډا ګڼ افغان کډوال هغه هېواد ته لېږدولي، چې په هغوی کې د کاناډايي ځواکونو پخواني همکاران، د مدني ټولنې فعالان، خبریالان او دا رنګه یو شمېر قاضیان او پخواني څارنوالان شامل دي.
دغه هېواد ژمنه کړې، چې په راتلونکي کال کې به د نورو افغانانو د لېږد بهیر هم پیل کړي.