منظور پښتین: په پاکستان کې ټول ترهګریز بریدونه د دغه هېواد د پوځ په سلا مشورو کېږي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، په پاکستان کې ټول ترهګریز بریدونه د دغه هېواد د پوځ په سلا مشورو کېږي او ترهګرې ډلې هم همدغه پوځ جوړې کړې دي.

منظور پښتین د امریکا غږ اشنا ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو ډرامه هم له نړۍوالو څخه د پیسو د ترلاسه کولو لپاره جوړه شوې ډرامه ده.
منظور پښتین دغه څرګندونې د هغه ضرب الاجل د بشپړېدو په درشل کې کړې، چې له مخې یې افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه خپل هېواد ته ستنول کېږي.
منظور پښتین وايي، په پاکستان کې هغه افغانان چې کاروبار لري، حاکمه اداره غواړي له هغوی څخه پیسې وشکوي او هغوی مجبور دي، چې د خپلو پانګو د خوندي ساتلو لپاره د پاکستاني چارواکو هره غوښتنه ومني.
ښاغلی پښتین زیاتوي، پاکستان دا رنګه غواړي له نړۍوالو بنسټونو څخه د کډوالو په نامه پیسې ترلاسه کړي.
تر دې وړاندې پاکستان په وار، وار ویلی دي، چې افغان کډوال که له یوې خوا په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري، له بلې خوا تر ډېره د هند په اشاره او مرسته دلته نا امني جوړوي؛ خو منظور پښتین وايي، که خبره د هند سره د تربکنۍ پالل وي، نو د هند سره پاکستان په خپله خاوره اوږده پوله لري؛ نو بیا ولې هلته د هند سره دغه تربګني نه پالي چې زور یې له بې وزله افغانانو باسي.
پښتین وايي، دوی هند ته کشمیر پرې اېښی او افغانستان چې د هنده زیات واټن لري بیا ولې پاکستان په دې پلمه چې ګواکې هند د افغانستان له خاورې غواړي په پاکستان کې کړکېچ ته لمن ووهي، بې وزله افغانان ځوروي او هغوی ته لا نورې ستونزې راټوکوي.
خو پاکستاني چارواکو تل په کور دننه د سیاستوالو دغسې نېوکې بابېزه ګڼلي او هغه یې د خپل حکومت او نظام پر وړاندې تبلیغاتي دسیسه بللې.