د ورکړل شوي ضرب الاجل پایته رسېدو سره سم؛ په پاکستان کې د افغانانو لپاره ښوونځي وتړل شول

عرب نیوز راپور ورکړی، په پاکستان کې هغه ښوونځي چې افغان ماشومانو ته درس ورکوي، د دوشنبې په ورځ وتړل شول.

اسلام اباد د هغو ۱.۷ مېلیونو افغانانو پر وړاندې بې ساري ځپونکي عملیات پیل کړي چې وايي، په پاکستان کې په ناقانونه توګه ژوند کوي او د ډله‌ییزو نیونو له پیل مخکې یې ورته ضرب الاجل ټاکلی و.

په پاکستان کې د ځینو افغان نجونو لپاره د ښوونځیو تړل کېدای شي، هغوی ته د زده‌کړو د پای ته رسېدو په معنا وي؛ ځکه چې دوی اړې دي بېرته داسې یوه هېواد ته ستنې شي، چې هلته د طالبانو په حکومت کې دوی ته تر شپږم ټولګیو پورته د زده‌کړو اجازه نه شته.

یوې ښوونکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، په پلازمېنه اسلام اباد او راولپنډۍ کې پنځه ښوونځي چې افغان ماشومانو ته یې د دوی په ملي ژبه تدریس کاوه، د دوشنبې په ورځ وتړل شول.

په دغو ښوونځيو کې شاوخوا دوه زره زده‌کوونکو زده‌کړې کولې.

ملګري ملتونه وايي، د طالبانو له واکمنۍ راهیسې لږ تر لږه ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته کډه شوي دي.

سر له سبا به په پاکستان کې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې چاڼیز عملیات پیل شي او تر نیول کېدو وروسته به دغه کډوال بېرته په جبري توګه افغانستان ته وستنول شي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې جبري ستنول ممکن د "بشري حقونو ناورین" وي.