د م.م کارپوهانو د طالبانو له زندانه د ندا پرواني او ژولیا پارسي د ژر خلاصون غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ لړم ۹

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له زندانه د بشري حقونو فعالې ندا ​​پرواني او ژولیا پارسي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دوی په یوې بیانیه کې لیکلي، چې د ندا پرواني مېړه او د ژولیا پارسي مشر زوی، چې د نیول کېدو لامل یې نه دی ښودل شوی، هم د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

طالب جنګیالیو ندا پرواني د وږي میاشتې په پای کې او ژولیا پارسي یوه اونۍ وروسته د تلې په پیل کې په کابل کې ونیولې.

مېرمن پارسي د افغان معترضو ښځو د خپلواک غورځنګ مشره ده او ندا پرواني د دغه غورځنګ غړې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوې بیانیه کې د سې شنبې په ورځ (د لړم په۹ مه) د دوو مظاهره کوونکو ښځو د فزیکي او رواني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او لیکلي یې دي، چې د مېرمن پرواني او مېرمن پارسي او د دوی د کورنۍ د غړو خوشې کېدل یوه بېړنۍ مساله ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د بشري حقونو په اړه ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم پر خپلې اېکس (ټولنیزې شبکې) لیکلي: «زه د ملګرو ملتونو د نورو کارپوهانو سره یو ځای پر طالبانو یو ځل بیا غږ کوم، چې سمدستي دې د بشري حقونو مدافعینې ژولیا پارسي او ندا پرواني چې له یوې میاشتې بندیانې دي راخوشې کړي».

دغو کارپوهانو د بشر د حقوقو په نړۍوالو قوانينو کې د سوله ييزې تجمع په ازادۍ باندې په ټينګار سره خبردارى ورکړ، چې خلک بايد يوازې د مخالفو نظريو په څرګندولو او له خپلو مشروع حقوقو څخه د استفادې له امله له ازادۍ څخه محروم نه شي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وین؛ د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې له خطر سره مخ دي او دوی احتمالاً د خپل جنسیت له امله په نښه کیږي.

دغو کارپوهانو له طالبانو وغوښتل، چې افغانستان نړۍوالو ژمنو ته په پاملرنې سره باید د بیان ازادۍ او سوله ییزو مظاهرو ته درناوی وکړي.

دوی دا هم وویل، چې د ندا پرواني او ژولیا پارسي او د دوی د کورنیو د غړو له نیول کېدو یوه میاشت تېرېږي؛ خو د دوی د تورونو په اړه نه کومه محکمه جوړه شوې او نه یې هم وکیل ته لاسرسی پېدا کړی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د افغان-فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او د پوهنې د فعال مطیع الله ویسا د خوشې کېدو هرکلی کړی او له طالبانو یې غوښتي چې مېرمن پرواني او اغلې پارسي دې له ځنډ پرته خوشې کړي.

نور خبرونه

رادیو