د ترکیې پولیسو په اغري ښار کې ۴۹ افغان کډوال نیولي دي
د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۸ مه) د ترکیې پولیسو د اغري په ښار کې د ۴۹ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړ. د اغري امنیه قومانداني په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې دا پناه غوښتونکي د "انساني قاچاق سره د مبارزې" د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي.
تر اوسه پورې دا نه ده معلومه، چې یاد افغانان به بېرته افغانستان ته لېږي او که نه؛ خو له دې وړاندې د ترکیې هېواد څو جوپې افغانان له نیولو وروسته بېرته افغانستان ته لېږلي دي.