په جرمني کې د افغانو ښځینه فعالانو ۳۰ ورځنی اعتصاب پای ته ورسېد

AP ۱۴۰۲ لړم ۸

د تمنا زریاب پریاني په مشرۍ د افغانستان د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو چې د جرمني په ویپرفورټ ښار کې يې د جنسیتي توپیر د په رسمیت پیژندلو په موخه د اعتراض خیمه وهلې وه، دغه اعتراض پای ته ورساوه.

میرمن پریاني په اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې، له تېرې یوې میاشتې راهیسې يې د تحصن په دې خیمه کې د افغانو مېرمنو غږ پورته کړی او وايي مبارزې يې به تر هغه وخته دوام لري، چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت نه وي پېژندل شوی.

تمنا زریاب پریاني د یو شمېر نورو مدني فعالانو په ملتیا څه موده مخکې د جرمني په کولن ښار کې د دولسو ورځو لپاره د نه خوړو اعتصاب کړی و او دا یې د مبارزې دویم پړاو و چې پای ته ورسید .

د افغان ښځو د حقونو دغو فعالانو ټینګار کړی چې «په افغانستان کې د جنسیتي توپیر پر ضد احتجاجي کاروان» به د دغه هیواد نورو ښارونو ته هم وغځیږي.

دوی د جرمني، امریکا او د ملګرو ملتونو د سازمان له استازو سره خبرې اترې کړې وې، خو داسې ښکاري چې د دغو خبرو اترو پایلې ددوی د قناعت وړ نه وې.

له دې وړاندې پریاني د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي و، چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره یې په لیدنه کې په ښکاره توګه هغه وزارت ته د افغان مېرمنو پیغام رسولی، خو روښانه ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

تر هغه وروسته چې د تمنا زریاب پریاني د نه خوړلو اعتصاب پیل شو، په افغانستان دننه او بهر کې د دې کمپاین د ملاتړ او د نه خوړو په اعتصاب کې د ګډون څپې رامنځته شوې او د افغانستان په ګډون په ایران او پاکستان کې مېشتو لږ تر لږه ۴۰ افغان ښځینه فعالانو د نه خوړو اعتصاب وکړ.

دوی په دغو اعتراضونو سره له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپیژني.

په تېرو دوو کلونو کې چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی، هېڅ ښځه د زده کړې او کار حق نه لري او طالبانو په عملي توګه ښځې په افغانستان کې له ټولنيزو، سياسي، اقتصادي او هنري فعاليتونو لرې کړې دي.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د ښځو پر وړاندې د شاوخوا ۶۰ بندیزونو فرمانونه صادر کړي، چې ټول یې د ښځو ازادي او اساسي حقونه په نښه کوي.

نور خبرونه

رادیو