طالبان: د کندهار او ارزګان تر منځ د ۲۱۰ کیلو متره سړک د جوړېدو چارې پيل شوې
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/c6547ec1841b8fa5f4e9d7eab81999dde771ab20-1020x574.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
په کندهار کې ځايي طالب چارواکو نن د یک شنبې په ورځ د (لړم ۸مه) د شمال دهلیز په نوم د کندهار له ارغنداب څخه د ارزګان تر دهراود ولسوالۍ د ۲۱۰ کیلو متره سړک د جوړیدو پروژه پیل کړه. کندهار کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي، د یاد سړک پر جوړیدو څه د پاسه ۱۲۰ میلیونه ډالر لګښت راځي.
په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند له لوري رسنیو ته په لیږل شوې خپرپاڼه کې ویل شوي چې د یک شنبې په ورځ د (لړم ۸مه) نیټه د کندهار ـ ارزګان تر منځ د ۲۱۰ کیلومتره سړک د اساسي جوړېدو چارې پيل شوې.
د خبرپاڼي په حواله یاد سړک د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ څخه پیلږي او د ارزګان تر دهراود ولسوالۍ رسیږي.
همدارنګه په خبر پاڼه کې لیکل شوي چې یاد سړک د جوړیدو چارې به په څلورو کلنو کې بشپړي شي او پر جوړیدو يې څه د پاسه ۱۲۰ میلیونه ډالره لګښت راځي.
په خبر پاڼه کې په سویل لویدیځه حوزه کې د پرمختیايي پروژو د مسول انجینر خوشیوال په حواله لیکل شوي چې یادې پروژې ته د شمال دهلیز نوم ورکول شوی او په پام کې ده چې یاد سړک به د افغانستان په شمال کې د سالنګونو سره وصل شي.
یاد سړک له کندهار څخه د ارزګان تر مرګز ترینکوټ ښاره د تېر جمهوري نظام پر مهال هم جوړ شوی و.
خو د سړک ډيره برخه د ځای پر ځای شویو ماینونو او موسمي سیلابونو له امله ویجاړه شوي وه.
د ارزګان د هیواد یو له غرنیو ولایتونو څخه دی او دغه ولایت یواځي د کندهار ولایت څخه د تګ راتګ لاره لري.