ملګري ملتونه: که پاکستاني پولیسو ثبت شوي پناه غوښتونکي وځورول، له وکیل سره دې اړیکه ونیسي

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند له ثبت شویو پناه غوښتونکو غوښتي، چې د پولیسو له ځورولو سره دې د دغه سازمان له وکیلانو سره اړیکه ونیسي.

قیصر اپریدي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې، د دې سازمان وکیلان په ټول پاکستان کې د پناه غوښتونکو لپاره شته.

ښاغلي اپریدي ومنله، په وروستیو میاشتو کې داسې راپورونه ورکړل شوي چې پاکستاني پولیسو ان هغه پناه غوښتونکي ځورولي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې رسمي اسناد لري او له دې ادارې سره ثبت شوي دي.

هغه وويل، که پوليسو دغه پناه غوښتونکي ونیول د دغه سازمان له‌خوا له ګمارل شويو مدافع وکيلانو سره له اړیکې نیولو وروسته باید خوشې شي.

په تېرو څو اوونیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او له دغه هېواده د هغو د شړلو ډېر راپورونه په رسنیو کې خپاره شوي دي.

د پنجاب د اطلاعاتو وزیر د جمعې په ورځ ومنله، چې شاوخوا ۹۹ زره ناقانونه کډوال د پاکستان د حکومت له‌خوا له ټاکل شوي ضرب الاجل څخه مخکې نیول شوي دي.

امير مير وويل، چې له دې شمېر څخه ٣٣ زره کسان د اوسېدو اسناد نه لري او له دې هېواده به واېستل شي.

د پاکستان لنډمهاله حکومت نږدې یوه میاشت وړاندې د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې په دغه هېواد کې له ۱.۷ مېلیونو څخه زیاتو کډوالو ته «د استوګنې له رسمي اسنادو پرته» وخت ورکړ، چې له پاکستانه ووځي.

پاکستان خبرداری ورکړی، چې که کډوال له دغه هېواده ونه وځي، بندیان او یا و به شړل شي.

د راپورونو له مخې، د نومبر د لومړۍ نېټې په را نږدې کېدو سره په پاکستان کې د مېشتو افغانانو ترمنځ وېره او اندېښنه خوره شوې ده.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي د جمعې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه کمېسیون د افغان کډوالو د نیونې د نوې څپې پر وړاندې څه اقدام کړی دی، وویل: دغه سازمان له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې دی او هڅه کوي هغوی ته قناعت ورکړي، چې د کډوالو د جبري اېستلو له پرېکړې لاس واخلي.

ښاغلي اپریدي زیاته کړه، ملګري ملتونه په دې باور دي چې په بې اسناده کډوالو کې داسې کسان هم شته چې له پاکستانه د اېستلو سره به یې ژوند له ګواښ سره مخامخ شي.

هغه زياته کړه، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پاکستان له حکومته غوښتي چې په دغه اداره کې د افغان کډوالو د ثبت لپاره يوه تګلاره جوړه کړي.

ښاغلي اپریدي زیاته کړه، چې د افغان کډوالو هر ډول ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.