هغه ایرانۍ زدکوونکې مړه شوه چې د تهران په مترو کې په مرموز ډول بې هوشه شوې وه

AP ۱۴۰۲ لړم ۶

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ارمیتا ګراوند په نوم هغه زدکوونکې مړه شوه، چې د تلې په نهمه د تهران په مترو کې له یوې مشکوکې پېښې وروسته بې هوشه شوې وه.

د ایران حکومت له مترو تمځي سره د نوموړې د سر لګیدل او ټپي کېدل د نوموړې د مرګ لامل بولي.

خو ګارډین د دوو شاهدانو په حواله وايي، چې د حجاب مامورانو نوموړې ژوبله کړې وه.

شپاړلس کلنه پیغله ارمیتا ګراوند، د تلې په نهمه د تهران په شهدا مترو کې بې هوښه شوه او له هغه مهاله تر اوسه په پوځي روغتون کې د امنیتي ادارو تر نظر لاندې بستري او په کوما کې وه.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د ارمیتا د مرګ د لامل په اړه لیکلي دي: «له پراخې درملنې او په روغتون کې د ۲۸ ورځو بستري کیدو وروسته د مغزو د ټپونو له امله مړه شوه».

په حکومت پورې تړلې رسنۍ د هغې بي هوشي او کوما د «وینې فشار ناڅاپي کمښت» له امله ګڼي.

د دې راپورونو له مخې له غورځیدو وروسته، د ارمیتا مغزو ضربه لیدلې وه او ورپسې مغزو ته د اکسیجن رسېدو له کمي سره مخ شوې وه.

حکومت تراوسه د مترو د هغه تمځي د ویډو له خپرولو ډډه کړې چې ارمیتا پکې بې هوشه شوې وه.

تر دې مخکې، د تلې په ۱۳مه، ګارډین ورځپاڼې د «دوو عیني شاهدانو» په حواله تایید کړې وه، چې هغه د مترو په یوه ډبه یا واګون کې د حجاب اړوند یوه مامور له خوا وهل شوې وه.

نور خبرونه

رادیو