د افغانستان لپاره د م.م استازې د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې له مرکز څخه لیدنه وکړه

یوناما په اېکس پاڼه د یوه خبر په خپرولو سره ویلي چې، ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا کابل کې د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې له مرکز څخه لېدنه کړې.

په دغه مرکز کې له شاوخوا اوو کلونو راهیسې په نشه‌یي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو درملنه کېږي.

اغلې اتوانبایوا له دغه مرکز څخه د لیدنې پرمهال د یاد مرکز له فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ وویل چې، ملګري ملتونه په افغانستان کې په نشه‌یي توکو د روږدېدو د پای ته رسولو ملاتړ کوي.

سره له دې چې په افغانستان کې پر نشه‌یي توکو د روږدو کسانو کره شمېره معلومه نه ده؛ خو په افغانستان کې سلګونه زره ښځې او ماشومان په نشو روږدي دي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو په زیاتېدو د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې، د عامه پوهاوي د پروګرامونو او د اړتیا وړ روغتیایي ټیمونو نشتوالی، په نشه‌یي توکو د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتوي.

اوس‌مهال په کابل او یو شمېر ولایتونو کې پر نشه‌یي توکو د اخته کسانو د درملنې لپاره مرکزونه شته؛ خو بیا هم د وخت حکومتونه د روږدېو کسانو په پالنه او د روغتیایي وضعیت په ښه کېدو کې پاتې راغلي او سلګونه ځوانان، مېرمنې او ماشومان د کابل د پل سوخته په ګډون د ګڼو سیمو په ککړ چاپېریال کې په خورا ناوړه وضعیت کې ژوند تېروي.

له دې سره، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په سیمه کې د نشه‌یي توکو د قاچاق په زیاتېدو هم اندېښنې رامنځته شوې دي؛ خو طالب چارواکي بیا وایي چې د تېر پرتله د نشه‌یي توکو کر او قاچاق کم شوی دی.

د دې تر څنګ ځیني کورنۍ بیا د خلکو کمزوری اقتصادي وضعیت او ګڼې نورې ناخوالې په نشه‌یي توکو د روږدېدو لامل بولي.