ملاله یوسفزۍ: له پاکستانه غواړم، چې د کډوالو ډله‌ییزې اېستنې په اړه له سره غور وکړي

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په خپلې اېکس پاڼه لیکلي:« هغه ماشومان، ښځینه، نارینه او سپین ږېري افغان کډوال چې د طالبانو د ځورونې له وېرې پاکستان ته تللي، د عزت، ملاتړ او امنیت وړ دي؛ نه د ځورولو او کړولو.»

هغې د ملګرو ملتونو د یوه بیان په خپرولو سره لیکلي:« زه د ملګرو ملتونو د استازو غوښتنه تکراروم او له پاکستان حکومته غواړم، چې د کډوالو د ډله‌ییزې بېړنۍ اېستنې په اړه دې له سره غور وکړي.»

د ملګرو ملتونو ځانګړو استازو او راپور ورکوونکو په خپل یوه بیان کې چې د اکټوبر په ۱۷مې نېټې خپور شوی و، له پاکستانه غوښتي و چې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې پرېکړه بېرته واخلي.

دوی ویلي و، پاکستان باید سمدستي د ۱.۴ مېلیونه افغان کډوالو د اېستنې پرېکړه لغوه کړي.

د ملګرو ملتونو ترڅنګ په پاکستان کې یوشمېر سیاستوالو او فعالانو هم د پاکستان دغه پرېکړه غندلې ده او د بېرته اخېستنې غوښتنه یې کړې ده.

په چمن کې هم له تېرو شپږو ورځو راهیسې پراخه احتجاجونه شوي دي، چې وروستي پراخ احتجاج کې زرګونه کسانو ګډون کړی و او ښایي د احتجاجونو دغه لړۍ خیبرپښتونخوا ته هم وغځېږي.

ناقانونه کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل یوازې درې ورځې پاتې دي؛ خو په دې لړ کې هم تېره ورځ پاکستاني چارواکو ومنله، چې نږدې سل زره کسان یې نیولي دي.