طالبان: د یوې اونۍ په اوږدو کې د سپین بولدک له لارې ۸ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د یوې اونۍ په اوږدو کې نږدې ۸۰۰۰ افغان کډوال د سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت د شمېرو له مخې، ۱۳۳۰ کورنۍ چې ټولټال ۷۸۰۰ کېږي له ۱۱۰ تنه د بنده راخوشې شویو کسانو په ګډون په جبري توګه هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
دغه راستانه شوي کسان د کډوالو ادارې او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ سره تر ثبتېدو وروسته د کډوالو نړۍوالې ادارې ته ورپېژندل شوي.
همدارنګه هر یوه راستون شوي کس ته د ډنمارک او ناروې د کډوالو شورا لهخوا د حقوقي مشورې ترڅنګ د خوراکي توکو کڅوړې هم ورکړل شوې دي.