پاکستاني چارواکي ومنله، چې د دغه هېواد پولیسو نږدې سل زره 'کډوال' نیولي دي
د پنجاب د اطلاعاتو وزیر د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د پاکستان حکومت د کډوالو لپاره له ټاکل شوي ضرب الاجل مخکې شاوخوا نهه نوي زره «ناقانونه» کډوال نیولي دي.
امیر میر وویل، له دې ډلې څخه ۳۳ زره کسان د اوسېدو اسناد نه لري او له دې هېواده اېستل کېږي.
د پاکستان لنډ مهاله حکومت نږدې یوه میاشت وړاندې ټولو هغو کډوالو ته چې په دغه هېواد کې د اوسېدو رسمي اسناد نه لري خبرداری ورکړ، چې د اکټوبر تر ۳۱مې نېټې له پاکستانه ووځي؛ که نه نو یا به بندیان شي او یا به وشړل شي.
د پاکستان حکومت تر اوسه څه باندې شپیته زره افغان کډوال نیولي او له دې هېواده یې شړلي دي.
د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو پر بنسټ، په پاکستان کې شاوخوا ۱،۳ مېلیونه افغان کډوال ثبت دي او ۸۸۰ زره نور په پاکستان کې د اوسېدو قانوني حیثیت لري.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پاکستان له حکومته غوښتي، چې «د بشري حقونو د ناورین د مخنیوي لپاره دې د افغان کډوال جبري اېستل بند کړي.»
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې د یوې وینا پاڼې په ترڅ کې له اړمنو کډوالو سره د مرستو د دوام غوښتنه وکړه او د هغوی ستنېدل یې په خپله خوښه او له نړۍوالو قوانینو سره سم وګڼل.
هغې زیاته کړه، چې د ژمي د موسم په رانږدې کېدو سره به په لویه کچه د کډوالو اېستل په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې زیات کړي.
له دې سره، د پنجاب د اطلاعاتو وزیر د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ۲۴ ځانمرګو بریدونو ته په اشارې سره وویل، چې په دغو پېښو کې ۱۴ افغانان د ځانمرګو بریدګرو په توګه پېژندل شوي دي.
ښاغلي میر وویل چې د پاکستان حکومت په پنجاب کې د دې مقصد لپاره د جمعې او شنبې ورځې ټاکلې دي او په نورو ښارونو کې هم د دې موخې لپاره بېلابېلې ورځې ټاکل شوې دي.
هغه زیاته کړه، چې پېژندل شوي «ناقانونه» کډوال دا مهال د پنجاب په شپږ دېرشو بېلابېلو ځایونو کې ساتل کېږي او په ټاکل شوي وخت کې به و اېستل شي.
همدارنګه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه، کډوال حق لري چې د وتو پر مهال یوازې ۱۸۰ ډالر له ځان سره ولېږدوي.
سرفراز بوګټي خبرداری ورکړ، که دا ثابته شي کومو کسانو چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته په «ناقانونه» توګه کډوالو ته پناه ورکړې؛ نو پر ضد به یې اقدام وشي.