اکسپرېس ټربیون: پنډۍ کې د ۲۴ زره بې اسناده افغانانو د نیولو سپارښتنه شوې

پاکستانۍ رسنۍ اکسپرېس ټربیون په خپل یوه تازه خپور شوي راپور کې لیکلي، چې د چارواکو له‌خوا د راټولو شويو معلوماتو له مخې په راولپنډۍ کې تر ۲۴۰۰۰ ډېر بې اسناده افغانان مېشت دي او د ورکړل شوي ضرب الاجل دمخه یې د نیونې سپارښتنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له‌خوا ورکړل شوي ضرب الاجل ته یوازې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.

د دولتي چارواکو د مالوماتو له مخې، تر دې دمه د بې اسناده بهرنیانو شمېر ۲۴،۰۱۸ ته رسېدلی دی چې له دغې ډلې شاوخوا ۱۲ زره یې په راولپنډۍ کې، ۱۰ زره یې په اټک کې، ۱۲۰۰ یې په چکوال او ۸۱۸ یې په جهلم ولسوالۍ کې مېشت دي.

دغو چارواکو په تونده ژبه ناقانونه کډوالو ته یو ځلې بیا خبرداری ورکړی، که چېرې تر ټاکل شوې نېټې بیاهم دوی په دغه هېواد کې پاتې کېږي؛ نو په اړه به یې تر دې نور سخت ګامونه هم پورته شي.