عاصم منیر د ناقانونه كډوالو په اړه: موږ ته د پاکستانیانو خوندیتوب تر هر څه «ډېر ارزښت» لري

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د هر پاکستاني وګړي خوندیتوب ورته «ډېر ارزښت» لري او نه غواړي چې له ګواښ سره مخ شي؛ له همدې امله په راتلونکې میاشت کې په جبري توګه د ناقانونه کډوالو بېرته ستنولو ته چمتو دي.

پاکستاني چارواکو د اکټوبر ترپایه پورې د ناقانونه کډوالو لپاره ضرب الاجل ټاکلی، چې په خپله خوښه ووځي او یا به د جبري اېستلو سره مخامخ شي، دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې دغه هېواد په وسله‌والو بریدونو کې د افغانانو د ښکېلتیا خبره وکړه.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي د روانې میاشتې په پیل کې ویلي و، چې له جنورۍ راهیسې په پاکستان کې د ۲۴ ځانمرګو بریدونو له ډلې ۱۴ یې افغانانو کړي دي.

د پاکستان دغه پرېکړه د سیمه‌ییزو او نړۍوالو سازمانونو او ډلو له‌خوا له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوه.