ګرځنده روغتیایي ډلې: هغه کسان چې د درملنې وس نلري، ګرځنده روغتیایي ډلې به یې درملنه وکړي

افغاني سره مياشتې هغو کسانو ته چې په خصوصي روغتونونو کې د درملنې وس نلري؛ د هېواد په کچه د ثابتو روغتيايي کلينيکونو د جوړېدو خبر ورکړ.

افغاني سرې مياشتې په اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، دوی د دغو ګرځنده روغتیايي مرکزونو په جوړولو سره هڅه کوي، د هېواد په هغو سیمو کې چې وګړي یې روغتیایي خدمتونو ته لاس‌رسی نلري؛ د ګرځنده روغتیایي ډلو له لارې روغتيايي وړيا خدمتونه وړاندې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، یوازې په غور ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ثابتو روغتيايي مرکزونو او ګرځنده روغتیایي ډلو په تېره يوه میاشت کې شاوخوا ۱۰۱۰٤ کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دی.

خبرپاڼې د افغاني سرې مياشتې د چارواکو له قوله زیاته کړې، سره له دې چې دغو روغتیایي ډلو ډېر شمېر کسانو ته په وړیا توګه درمل هم ورکړي؛ خو ترڅنک یې تراوسه د ١٠٥٩ ماشومانو او ښځینه ناروغانو لپاره بېلابېل واکسینونه هم تطبیق کړي دي.

دغه ډلې به هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې عامه پوهاوی هم ورکړي.