د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په رسمیت پېژندنه، د هغوی له سیاستونو سره تړلې ده

AP ۱۴۰۲ لړم ۵

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، هغه مشروعيت چې طالبان يې له نړۍوالې ټولنې غواړي، له هغو سياستونو سره تړاو لري چې د افغانستان د خلکو په وړاندې يې کوي.

مټیو مېلر افغانستان انټرنشنل ته وویل چې، بشري حقونو ته درناوی او زده‌کړو ته د ښځو لاس‌رسی د افغانستان په اړه د امریکا د پالیسۍ له لومړیتوبونو څخه دي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د ماموریت د غځولو د ملاتړ ترڅنګ زیاته کړه:« موږ د هغه کار له نږدې څارو او د نوموړي راپورونه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د درک لپاره یوه غوره سرچینه ګڼو.»

ښاغلی مېلر وایي، امریکا په کور دننه او بهر له ډېرو افغانانو سره اړیکي لري.

هغه بشري حقونو ته په درناوي او زده‌کړو ته د ښځو او نجونو پر لاس‌رسي د ټینګار ترڅنګ وویل، ښځې او نجونې د کار او زده‌کړو حق لري چې افغاني ټولنې ته په بنسټیزه توګه مرستې ورسوي.

ښاغلي مېلر ټینګار وکړ، چې کار ته د ښځو او نجونو راستنېدل د افغانستان په اړه د امریکا د لومړیتوبونو او ژمنو په سر کې ځای لري.

نور خبرونه

رادیو