د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دولسو غړو طالبان د ښځو پر وړاندې په توپیري چلند تورن کړل

AP ۱۴۰۲ لړم ۵

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د درېیو دایمي غړو هېوادونو په ګډون د دې شورا د ۱۲ غړو هېوادونو استازو د «ښځو، سولې او امنیت» د غونډې په څنډه کې د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تنظیم شوی توپیري چلند غندلی او دا د جنسیتي توپیر یوه بېلګه بولي.

د امریکا، بریتانیا، فرانسې، برازیل، البانیا، اکوادور، ګابڼ، مالټا، سویس، جاپان او متحده عربي اماراتو استازو په دې ګډې خبرپاڼه کې چې د ملګرو ملتونو د ټلویزیون له‌خوا خپره شوې، ویلي: «له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه او په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا تنظیم شوی توپیري چلند کولای شي د جنسیتي توپیر په توګه وګڼل شي.»

دغو استازو د هېوادونو د سولې او امنیت په برخه کې د ښځو پر ونډې ټینګار وکړ.

په دې خبرپانه کې راغلي:« موږ باید تل د ښځو پر وړاندې د سیاسي تاوتریخوالي د محدودولو په ګډون د ټولو ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ او درناوی وکړو.»
دغه خبرپانه په داسې حال کې خپره شوې، چې د ناروې د سولې د څېړنیز انسټیټیوټ او د امریکا د جورج ټاون پوهنتون د ښځو، سولې او امنیت موسسې د چهارشنبې په ورځ د «ښځو، سولې او امنیت» نړۍوال نوملړ خپور کړ، چې افغانستان پکې په وروستی او په ټیټه درجه کې راغلی و او د ښځو د ژوند لپاره تر ټولو بد هېواد اعلان شو.

په افغانستان کې د طالبانو په څه باندې دوه کلنې واکمنۍ کې د ملګرو ملتونو او د نړۍ د هېوادونو له پرله پسې بیانیو او غندنو سره سره، طالبان لا هم د نجونو د ښوونځیو پر بند پاتې کېدو، د ښځو د کار کولو پر مخنیوي، د سفر کولو پر محدودیتونو، جامو او په ټولنیزو او سیاسي چارو کې پر نه برخې اخیستو ټینګار کوي.

طالبانو په دې موده کې د ښځو د بندیزونو اړوند څه باندې پنځوس فرمانونه صادر کړي دي.

نور خبرونه

رادیو