روغتیا نړۍوال سازمان: د طالبانو لګول شویو بندیزونو هر دویم افغان په رواني ناروغۍ اخته کړی

AP ۱۴۰۲ لړم ۵

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د لګول شویو بندیزو له امله په هرو دوو افغانانو کې یو تن یې په رواني ناروغۍ اخته شوی دی.

د دغه سازمان په خبره، په دغو ناروغانو کې د ښځو او پېغلو نجونو کچه تر نارینه‌وو هغو خورا لوړه ده.

دغه سازمان وايی، چې د دوی د ارزونو له مخې دمګړۍ شاوخوا ۱۷.۶ مېلیونه خلک روغتیایي مرستو ته اړ دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د ۱۷ عشاریه شپږ مېلیونه خلکو په ډله کې چې روغتیايي مرستو ته اړ دي ۵۳ سلنه یې ماشومان، ۴۴ سلنه لویان او درې سلنه یې د پاخه عمر کسان دي.
دغه سازمان ویلي، چې د راروانو درېیو میاشتو لپاره یې په افغانستان کې د روغتیايي ستونزو د غوڅولو لپاره ۲۲۵۰ بېړنۍ روغتیايي کڅوړې چمتو کړي، چې دوه عشاریه دوه مېلیونه وګړي به ترېنه ګټه واخلي.
په رواني ناروغیو دغه ورکړل شوې شمېرې زیاتې هېښونکې دي، ځکه د روغتیايي کارکوونکو په باور رواني ناروغۍ تر نورو ناروغیو سختې او خطرناکې دي، د دغو ناروغیو درملنه هم پېچلې او ستونزمنه ده، چې دا مهال په افغانستان کې واکمن نظام یې د درملنې لپاره نه هومره روغتیايی ځواک لري او نه هم هغه شونتیاوې یې په واک کې دي، چې د دغې ناروغۍ مخه پرې ونیسي.

نور خبرونه

رادیو