د تایلنډ واکمن ګوند د شیناواترا کورنۍ غړې او سوداګره خپله مشره وټاکله

AP ۱۴۰۲ لړم ۵

د تایلنډ واکمن ګوند فیو تای د جمعې په ورځ پیاتانګترن شیناواترا خپله نوې مشره وټاکله.

د ۳۷ کلنې پیاتانګترن د پلار په ګډون د دې کورنۍ درې غړي د تایلنډ لومړي وزیران تېر شوي دي.

دې سره به د شینواترا میلیاردرې کورنۍ سیاسي واکمني نوره هم اوږده شي چې له نږدې ۲۵ کلونو راهیسیې یې لري.

پیاتانګترن سوداګره ده او د انګلنډ له سوري پوهنتون یې د هوټل مدریت کې سند ترلاسه کړی دی.

پااتانګترن نن د خپلو ګوند د غړو مننه وکړه چې د مشرۍ لپاره یې دا وټاکله او ژمنه یې وکړه چې د ګوند پخونی بری به ساتي او د عوامو د تایید تر اوج به یې رسوي.

هغې د خپل ګوند مرکز کې سلګونو ګوندي غړو ته وینا کې زیاته کړه، فیو تای به د خلکو د ژوند ښه کولو مهم ماموریت جاري ساتي

نوموړې د خپل پلار یادونه وکړه چې د سیاست او عامه ژونده په اړه یې د دې لارښوونه کړې او الهام یې ترې اخیستی دی.

د نوموړې ټاکل کېدو ته د پوځ ملاتړو پوهانو او شیناواترا کورنۍ ترمنځ د جوړ جاړي په سترګه کتل کېږي.

دا کورنۍ ځینې خلک په فساد هم تورنوي او د پوځ اسټبلشمنټ ملاتړو عناصرو له خوا یې درې لومړي وزیران هم له دندو لرې شوي دي.

نور خبرونه

رادیو