په افغانستان کې د ۸۰ قابلو د روزلو پروګرام جوړېږي

AP ۱۴۰۲ لړم ۵

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د قابلو د روزنې پروګرام له جوړېدو خبر ورکړ.

دغه پروګرام په داسې حال کې پیلیږي، چې په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچه یو ځلې بیا لوړه شوې ده.

دغه بنسټ تېره ورځ په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه پروګرام موخه د مور او ماشوم د مړینې د لوړې کچې راټیټول دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې، په دغه پروګرام کې اتیا مېرمنو ته روزنه ورکول کېږي چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې کار وکړي.

په دې روزنیز پروګرام کې ګډون کوونکې طاهره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له‌خوا په خپره شوې ویډیو کې د مور او ماشوم د ژوند په ژغورلو ټینګار کوي.

نوموړې وايي:« غواړم د دغو روزنو په ترلاسه کولو سره د مېندو او ماشومانو ژوند وژغورم، ځکه د هغې په خبره عمه یې دوه غبرګولي ماشومان درلودل؛ خو دواړه ماشومان یې له دې امله تلف شول چې ژمی و او لارې د سختو واورو له امله بندې وې.»

د قابلو لپاره دغه روزنېز پروګرام په داسې حال کې ترسره کېږي، چې طالبانو له تېرو دوو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بند کړي او په دولتي او نا دولتي ادارو کې یې د ښځو په کار کولو بندیزونه لګولي دي.

نور خبرونه

رادیو