طالبان: له ایران او پاکستانه تر ۵۰۰۰ ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي
له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د راستنېدو د لړۍ له چټکتیا سره هم مهاله پرون هم له ۵۰۰۰ زیات افغانان له ایران او پاکستانه هېواد ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، چې ۵۱۷۶ تنه افغان کډوال د اسلام کلا او تورخم له پولو راوښتي چې ډېر شمېر یې په جبری توګه راشړل شوي دي.
د اسلام کلا د سرحدي امریت د خبر له مخې، ۳۵۹۱ تنه چې کورنۍ هم په کې وې راستنې شوي چې ۴۴۵ تنه یې د لازمو مرستو د ترلاسه کولو لپاره نړۍوالو ادارو ته ورپېژندل شوې دي.
د یو بل خبر له مخې، ۱۵۸۵ تنه نور کډوال له پاکستانه د سپین بولدک پر پوله راړول شوي چې ۲۷۶ کورنۍ کېږي، دغه کورنۍ هم د خوراکي او غیر خوراکي توکو د تر لاسه کولو لپاره نړۍوالو ادارو ته ورپېژندل شوې دي.
په افغانستان کې د سړو سیلیو د را الوتو سره هم مهاله د پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو جبري ستنېدنه ګړندۍ شوې چې دا هم د طالبانو د حکومت له پاره نورې ستونزې هم زیاتولای شي.
ډېری افغان کډوال وايي، چې دوی د هېوادونو د سیاستونو قرباني شوي او کوربه هېوادونه دوی د طالبانو په ټس کې له خپلو هېوادونو په زور او جبر باسي.