کابل کې ښځينه فعالانې: طالبان د ښځو نومونه یوازې د شارټ لیست له پاره کاروي

AP ۱۴۰۲ لړم ۴

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دغې ډلې د نجونو پر زده کړو او په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیزونه ولګول او ښځو ته يې له محرم پرته له کوره وتل منع کړل.
د ښځو د برخې فعالانې وايي، په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو حق یوازې تر اعلان پوري ورکړل کيږي خو پر ځای يې سړي ګومارل کیږي.

يو شمېر ښځينه فعالانې وايي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته چې د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه لګېدلي، یوازې د دندو له پاره په جوړو شویو لیستونو کې د دوی نومونه لیکل کیږي او دندې ته سړي ګومارل کيږي.
په کابل کې د ښځو حقونو فعاله ثریا فروغ وايي طالبان يې يوازې په لیستونو کې د نوم په لیکلو حق ورکوي او دندو ته يې نه ورغواړي، هغه وايي: «طالبان هم اوس هوښیار شوي د دې له پاره چې بهرنيان نیوکې پرې و نه کړي شارټ لیستونه د ښځو او نارینه له ګډو نومونو جوړوي خو بست ته بیا سړي ګوماري، دوی بهر خلکو ته دا ښيي چې ګنې موږ ښځو ته هم حق ورکوو خو په عمل کې يې بیا نه پریږدي.»
هغه وايي که د طالبانو ټولې ورځنۍ چارې په دامداره ډول وڅارل شي بیا څرګندیږي چې څومره یې دا حق پر ځای کړی.
ګلنار یعقوبي یوه بله د ښځو د برخې فعاله ده، هغه وايي طالبان ښځې یوازې هغو ځايو کې په دندو ګوماري چې نور هلته د دوی د کار کولو امکان نه وي، : «زه په دغه کار سخته خواشینې یم ټوله نړۍ دغو بې عدالتیو ته په سترګو ګوري خو مخه يې نه نیسي، ښځه نن د لاس پاکوونکي غوندې کاریږي او بس، طالبان ښځو ته په هيڅ کې هم حق نه ورکوي، د دندو په برخه کې خو لومړی د ښځې حق خوري او که بیا سړي ته هم دنده ورکوي نو بیا باید قاري یا ملا وي که نه سړي هم له ډیرو بې برخې دي.»
د بشر حقونو فعالان د طالبانو دغه کار د ټولو اداري اصولو خلاف کار بولي او وايي چې دا په لوی لاس ښځې له ټولنیزو فعالیتونو څخه څنډې ته کول دي.
د بشر حقونو فعاله سیلۍ وايي: «دا خو یو تريخ حقيقت دی، په ډيرو دفترونو کې دا کار شوی او کيږی اول خو د ښځينوو بستونه کم شوي ډير نه اعلانيږي، بیا هغه بستونه چې مشترک اعلانیږي تر ښځينوو د نارينوو چانس ډير وي او دا لوی ظلم دی ځکه ډيری داسې ښځې دي چې د کور سرپرستي هغوی ته ور په غاړه وي.»
طالبان وايي دوی د ښځو حقونو ته ژمن دي خو وايي د شریعت په چوکاټ کې ورته د کار اجازه ورکوي، خو دا نه وايي چې څنګه د شریعت په چوکاټ کې ورته ژمن دي، تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي و چې په لکونو پخواني دولتي کارکوونکي ورسره کار کوي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي په کابل له طالب مشرانو سره په خبرو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز لرې کولو او ښځې کار ته پريښودلو په برخه کې خبرې بې پایلې شوې.

نور خبرونه

رادیو