په پاکستان کې افغان کډوال: له پاکستانه په زور اېستل به مو د مرګ خولې ته ورکړي
لسګونو افغان کډوالو په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ د دفتر مخې ته لاریون کړی او له دغه سازمان څخه غوښتنه کوي چې پاکستان دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي.
د دغو لسګونو اعتراض کوونکو افغان کډوالو په ډله کې د تېر حکومت ښځینه نظامي کارکوونکې، څارنوالان او د بهرنیو ځواکونو سره کارکوونکي شامل دي.
دغه کسان د چهار شنبې په ورځ د (لړم ۳مه) په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ دفتر مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي او غوښتنه کوي چې له خطر سره مخامخ افغان کډوال دې له پاکستانه په زور نه ایستل کیږي.
د سهیلا په نوم یوه اعتراض کوونکې وايي: «موږ دلته پاکستان ته له شوقه نه یو راغلي، موږ د ملګرو ملتونو د اصولو سره سم دلته راغلي یو چې له پاکستان څخه بل هیواد ته ولاړ شو. خو اوس موږ د پاکستان د حکومت له لوري په زوره ایستل کیږو.»
همدارنګه دغه اعتراض کوونکي وايي، د ملګرو ملتونو د سازمان اړوند د شارپ دفتر له لوري دوه کاله وړاندې ثبت شوي، خو له هغه وروسته یې په قضیو کې هیڅ ډول پر مختګ نه دی راغلی.
د فرید الله په نوم یو لاریون کوونکی وايي:«موږ پاکستان ته د راتګ سره سم خپلي قضیې د شارپ په دفتر کې ثبتې کړې خو له هغه وروسته بیا هیڅ ادارې زموږ د قضیېو د پرمختګ او دلته د اسانتیاو د برابرولو لپاره اړیکه نه ده نیولې. اوس د پاکستان د پولیسو له لوري د شارپ له خوا را کړل شوي اسناد هم نه منل کیږي په پاکستان کې د ملګرو ملتونو استازولي باید زموږ د ستونزو غم وخوري.»
لاریون کوونکي وايي، ملګري ملتونه او بشري حقونو ملاتړي هیوادونه دي له پاکستان سره په زور د کډوالو د شړلو، په زوره له کورونو د اېستلو، نیولو او بندي کولو د مخنیوي لپاره خبرې وکړي.
دغه افغان کډوال داسې مهال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان دفتر مخې ته لاریون کړی چې د پاکستان د حکومت له لورې د افغان کډوالو د وتلو لپاره ټاکل شوی ضرف الاجل ته د ګوتو په شمار ورځي پاتې دي.