له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په درشل کې هغه کورنۍ چې دغلته یې خپلوۍ کړې،اندېښمنې دي

په تېرو څلورو لسیزو کې ګڼې افغان پېغلې پاکستانیانو او ډېرو پاکستانۍ پېغلو له افغان کډوالو سره ودونه کړي. یو شمېر افغانان وايي، چې که دوی بېرته هېواد ته ستنول کېږي د دوی د کورنیو برخلیک به څنګه کېږي؟

که څه هم د پاکستان په قانون کې د هغو مېرمنو په اړه نرمښت ترسترګو کېږي، چې له پاکستاني نارینه‌و سره یې ودونه کړي؛ خو لا هم تر دې مهاله کومې داسې افغانې مېرمنې ته د پاکستان تابیعت نه دی ورکړل شوی، چې له پاکستاني کس سره یې واده کړی وي.
خو تر دې هم د هغو افغان نارینه‌و لپاره چې پاکستانۍ مېرمنې لري د دغه هېواد قانون خورا پېچلی او سخت دی، دغه شان افغانان په دې اندېښنه کې دي که چېرته دوی له دغه هېواده اېستل کېږي؛ نو مېرمن او بچیان به یې د څه وړ برخلیک سره مخامخېږي؟
په خپله پاکستاني قانون پوهان هم دا مني، چې له لویه سره د دغه هېواد قانون په دې برخه کې زیاتې تیمګړتیاوې لري؛ خو هغوی له حکومته غواړي چې په دې برخه کې په قانون کې باید بدلون راوستل شي.
له هغه مهاله چې پاکستاني چارواکو افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو حکم کړی، نو هره ورځ لسګونه هغه کسان چې دلته یې ودونه کړي، محکمه پر محکمه ګرځي او د خپلې کورنۍ د برخلیک معلومولو په اړه لالهانده دي.
د دې تر څنګ هغه کورنۍ هم مخ په محکمو روانې دي د چا چې په پاکستان کې اولادونه زېږېدلي دي.
که څه هم چې لا تر اوسه د هغو افغانانو چې د پاکستاني مېرمنو یا نارینه‌و سره ودونه کړي کره شمېره نه ده معلومه؛ خو د پاکستان په قانون کې شته پېچلتیا او نا څرګند توب ډېر افغانان له دې امله اندېښمن کړي دي.