ملګري ملتونه: پاکستان او ایران د ۹۰ سلنه افغان کډوالو کوربه‌ هېوادونه دي

ملګرو ملتونو د چهارشنبه په ورځ وویل، په نړۍ کې د افغان کډوالو شمېر له ۵.۷ مېلیونو څخه ۶.۱ مېلیونو ته لوړ شوی. د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه نوي راپور کې ویلي، ایران ۳.۴ مېلیونه او پاکستان ۲.۱ مېلیونه په ګډه د ۹۰ سلنه افغان کډوالو کوربه‌توب کوي.

روان کال په ټوله نړۍ کې ۵.۵ مېلیونه خلک د کډوالو په څېر حالت کې دي او ۵.۳ مېلیونه نور بیا نړۍوال خوندیتوب ته اړتیا لري.

په ورته شان، په ټوله نړۍ کې د جګړو، ځورونې، تاوتریخوالي او د بشري حقونو د سرغړونو له امله د بې ځایه شویو خلکو شمېر د تېر کال په پای کې له ۱۰۸.۴ مېلیونو څخه د ۲۰۲۳کال د جون تر پایه پورې ۱۱۰ مېلیون تنو ته لوړ شو.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل یوه بیان کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمایي کې د کډوالۍ پراخېدو لاملونه په اوکراین، سوډان، میانمار او د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت کې شخړې او جګړې؛ په افغانستان کې اوږد بشري ناورین او په سومالیا کې وچکالۍ، سېلابونو او ناامنۍ دي.

د افغان کډوالو شمېر له ۵.۷ مېلیونو څخه ۶.۱ مېلیونو ته لوړ شو.


د پاکستان حکومت د راپور له مخې، د افغان کډوالو په شمېر کې دغه زیاتوالی د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته راغلی.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په وینا، د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله نوي انفرادي غوښتنلیکونه ۵۰دسلنه ډېر شوي دي.