طالبانو د څه باندې ۴۲۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت زاړه بانک‌نوټونه وسوځول

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مرکزي بانک د ۴۲۰ مېلیونه او ۸۳۱ زره افغانیو په ارزښت د زړو بانک نوټونو د سوځولو خبر ورکړ.

په اېکس پاڼه د دغه بانک په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه بانک‌ نوټونه د افغانستان په سویل کندهار ښار کې د مرکزي بانک د مسوولينو او د يوشمېر بنسټونو د استازو په حضور کې سوځول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له درېيو مياشتو راهيسې د افغانستان بازار ته نوي بانک‌ نوټونه راغلي او له همدې امله د "زړو" بانک نوټونو د راټولولو بهیر پيل شوی دی.

اوس چې طالبانو د افغانستان په بازارونو کې د زړو بانک نوټونو د راټولولو او سوځولو لړۍ پیل کړې، دا څرګنده نه ده چې د هېواد په بازارونو کې به د نویو بانک نوټونو د اړتیا د کچې په اړه ارزونه شوې وي او که نه.

د یادولو وړ ده چې تر یوه کال وړاندې ګڼو افغانانو شکایت کاوه، چې بانکونه دوی ته زاړه بانک نوټونه ورکوي او هټۍوال یې له اخیستو ډډه کوي.

په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې امریکايي چارواکو له طالبانو غوښتي وو، چې د افغانستان د مرکزي بانک په چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي څو دغه بانک له نړۍوالو بندیزونو خوندي وي؛ خو طالبانو د دغه بانک ټول پخواني چارواکي له دندو ګوښه کړل.

د مرکزي بانک مشري اوس‌مهال ملا هدایت الله بدري په غاړه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې هدایت الله بدري او نورو مشرانو یې د بانکوالۍ او مالي چارو په برخه کې کومې رسمي زده‌کړې نه دي کړي او یوازې یې د پاکستان په دیني مدرسو کې زده‌کړې کړې دي.