د پاکستان د ټاکل شوي ضرب الاجل په نږدې کېدو، ګڼ افغانان خپل هېواد ته د کوچېدو په حال کې دي

په پاکستان کې مېشتو ناقانونه افغان کډوالو ته له دغه هېواد څخه د وتلو په تړاو ټاکل شوی ضرب الاجل د پوره کېدو په حال کې دی.

د دغه ضرب الاجل پای ته رسېدو ته یوازې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او دغه پرېکړه په داسې وخت کې پر افغانانو پلې کېږي، چې د جمهوریت تر سقوط وروسته زرګونه هغه افغانانو چې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ وو، دغه هېواد ته پناه راوړه.

د پاکستان حکومت د اکټوبر میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ، چې که څه باندې یو اعشاریه ۷ مېلیونه ناقانونه کډوال د همدې میاشتې تر پایه له پاکستانه ونه وځي، په زور به یې ستانه کړي.

په دغو کډوالو کې د تېر حکومت امنیتي ځواکونه، د مدني ټولنې فعالان، د ښځو د حقونو فعالانې، خبریالان او لسګونه داسې کسان چې له نړۍوالو ادارو سره یې کار کاوه، شامل دي.

فرشته او حسینه هغه دوه افسرانې دي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره په قانوني توګه پاکستان ته کډوالې شوې.

دغو دوو افسرانو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل چې، دوه کاله مخکې یوې امریکایۍ کمپنۍ ورته ویلي و، چې دوی به تر یوې میاشتې امریکا ته ؛ خو له ځنډ وروسته د کمپنۍ دغو چارواکو د دوی برېښنا لیکونه او اړیکې نورې ځواب نکړې او د وخت په تېرېدو سره د دوی د ویزو وخت هم پای ته ورسېد.

د دوی په خبره، د کورنیو د غړو شمېر یې زیات دی او د ویزو د بیا نوي کېدو وس نه لري او اوس‌مهال د ټاکل شوي ضرب الاجل له پای ته رسېدو مخکې د افغانستان خوا ته په داسې حال کې روانې دي، چې نه پوهیږي د دوی راتلونکی به له څه وړ حالاتو سره مخ شي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، نورو بشري بنسټونو او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو د اېستلو په تړاو د پاکستان دغه پرېکړه غندلې وه.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پاکستان حکومت پر خپلې کړې پرېکړې ټینګار کوي او وایي، چې د دوی پرېکړه نه بدلیدونکې ده.

جهانګیر هغه افغان کډوال دی، چې له یوه کال راهیسې له خپلې څلور کسیزې کورنۍ سره په پاکستان کې اوسېږي.

جهانګیر چې د جمهوریت پرمهال په ستره محکمه کې دنده درلوده له ېیرو ګواښونو سره مخ و او د هېواد پرېښودو ته اړ شوی و.

نوموړی وایي، اوس‌مهال د خپل کور د وسایلو په پلورلو بوخت دی چې د لارې لګښت برابر کړي.

جهانګیر چې کلونه، کلونه په کابل کې یې ژوند تېر کړی و، وایي چې دا ځل غواړي د هېواد یوه داسې ولایت ته ولاړ شي، چې هلته یې ژوند خوندي وي.

له دې سره، د خبریالانو د ملاتړ سازمان بیا د هغو خبریالانو لپاره اندېښنه لري چې له پاکستانه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د دغه سازمان مشر وایي، هڅه کوي چې په اروپایي هېوادونو کې پر هغو ادارو فشار راوړي چې د خبریالانو کېسونه یې ترلاس لاندې دي.

پاکستانی خبریال راشد خټک وایي چې، د پاکستان د حکومت له پرېکړې وروسته لسګونو افغان خبریالانو ورسره اړیکه نیولې، چې د دوی د ویزو د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي؛ خو د نوموړي په خبره اوس دغه چاره ستونزمنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، پاکستان دا مهال د ۳ اعشاریه اووه مېلیونه افغان کډوالو کوربه دی، چې له دې ډلې یې شاوخوا ۷ لکه د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته تللي دي.