سریلانکا په کرېکټ نړۍوال جام کې انګلنډ ته په اتو ویکټو ماته ور کړه
د کرېکټ نړۍوال جام په ۲۵ سیالۍ کې نن سریلانکا په اتو ویکټو سره د سیالې لوبډلې انګلنډ ټاکلی هدف پوره او لوبه یې وګټله. د هند په بنلګلور کې انګلنډ لوبډلې د پچې ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه؛ خو ټول لوبغاړي یې په ۳۳.۲ اور کې د ۱۵۶ منډو جوړولو سره وسوځېدل.
په مقابل کې سریلانکا د دوو لوبغاړو په زیان سره په ۲۶ اور کې ۱۶۰ منډې جوړې او لوبه یې په لوی توپیر وګټله.
دا په روان نړۍوال جام کې د پخواني جام د ګټونکي انګلنډ په پنځو سیالیو کې څلورمه ماته ده او دې سره یې نیمه پایلوبې ته وتل هم سخت شول.