د نړۍوالو ادارو د اعلان شویو مرستو پر بې ځایه لګولو د طالبانو کډوالو چارو وزارت نیوکه وکړه
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني تېره ورځ د مرکزي اسیا لپاره د اروپایي ټولنې د پراختیايي مرستو له مشرې سره په لیدنه کې د نړۍوالو ادارو لهخوا د مرستو په بې ځایه لګولو نیوکه وکړه.
نوموړي په دغه لیدنه کې ویلي، سره له دې چې له افغانستان سره ډېرې مرستې کېږي؛ خو ډېری مرستې د موسسو په اداري لګښتونو او په بې ځایه پروژو لګول کېږي.
په هغې خبرپاڼه کې چې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په اېکس پاڼه خپره شوې راغلي، چې په دغه ناسته کې دواړو لورو د کډوالو پر ستونزو، په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله د بې ځایه شویو او ورسره د بشري مرستو په څرنګوالي بحث او خبرې کړي؛ خو دا چې د ښاغلي حقاني د نیوکې په اړه د مرکزي اسیا لپاره د اروپایي ټولنې د پراختیایي مرستو مشرې اغلې سارا څه ويلي دي، کومه اشاره نه ده شوې.
اغلې سارا ویلي چې، اروپایي ټولنې د هرات د زلزله ځپلو لپاره د څلورنیم مېلیونه یورو مرسته اعلان کړې او د راستنېدونکو لپاره یې د کډوالو له نړۍوال سازمان سره د ۱۵ مېلیونه یورو هوکړه لاسلیک کړې ده.
اغلې سارا ټینګار کړی، چې دوی هیڅکله افغانان یوازې نه پرېږدي.
د طالبانو د کډوالو چارو سرپرست له اغلې سارا څخه په دغه لیدنه کې وغوښتل، چې شوې مرستې دې کډوالو ته په دایمي سرپناه، روغتیایي مرکزونو، ښوونځیو او نورو بنسټیزو پروژو ولګول شي.
د نوموړي په خبره، تراوسه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د کډوالو لپاره ښارګوټي شته؛ خو دغه ښارګوټي د کډوالو د مېشتېدو لپاره لومړنیو اسانتیاوو ته اړتيا لري.
د دغو ښارګوټو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په داسې حال کې هڅې روانې دي، چې په دې وروستیو کې هېواد ته د کډوالو د ستنېدو چارې چټکې شوې دي او د پاکستان او ایران په ګډون له ځینو ګاونډیو هېوادونو په جبري توګه هم افغان کډوال اېستل کېږي.