د سویلي پښتونخوا په چمن کې د پاکستاني چارواکو او پرلت کوونکو تر منځ خبرې بې پایلې شوې

پرلت کوونکي وايي، د بلوچستان چارواکو د حکومت په استازیتوب پر سپین بولدک ـ چمن دروازه په پاسپورټ او وېزې تګ راتګ حتمي بللی. نن پنجشنبه د (لړم ۴مه) هم په چمن کې د زرګونو کسانو له لورې پر سپین بولدک ـ چمن دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون کې روان پرلت شپږمه ورځ هم روان دی.

د پرلت کوونکو او بلوچستان ایالت استازو تر منځ تېره ورځ ناوخته د پرلت د پای ته رسولو په موخه ناسته وشوه.
د پرلت کوونکو استازي وايي، حکومتي چارواکو یې غوښتنه و نه منله او وايي‌ د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه همدا ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ په پاسپورټ حتمي شي.
د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي،‌ «موږ تر دې وړاندې هم ګواښ کړی و که چیرې د پرلت کوونکو غوښتنې و نه منل شي موږ به په لویو لاریونو لاس پوري کړو. موږ د پاکستان د پاسپورټ پرېکړه په هیڅ ډول نه منو.»
وړاندې تردې په دغه دروازه تګ راتګ د افغانستان پر تذکره او د پاکستان پر شناختي کارډ تر سره کېده.
په چمن کې د بشري حقنونو او مدني فعال حمیدالله پهلوان وايي،‌ «د بلوچستان د ایالتي حکومت د استازو سره زموږ مذاکرات بې پایلې و، هغوی پر خپله پرېکړه کلک ولاړ دي، او موږ هم له خپلي غوښتني نه په شا کیږو. موږ نه شو کولای چې د پاکستان حکومت هر ډول پرېکړي ته غاړه کېږدو. موږ تردې وړاندې هم په دغه دروازه د پاکستانیو د ظلمونو په وړاندې غږ پورته کړی ان ملګري مو پکي وژل شوي اوس هم د مرګ تر وخته له خپلې خبرې نه اوړو.»
د لغړي اتحاد مسولان وايي، د پاکستان حکومت په سیستماتیک ډول په دغه قبایلي سیمه کې د خلکو سوداګري ته زیان اړولی او ژوند یې ور تریخ کړی دی.
دمګړی د سپین بولدک ـ چمن په دوازه د مساپرو تګ راتګ په خورا سختۍ تر سره کیږي.
او د تېرې یوې اونۍ راهیسې په سپین بولدک او چمن ښارونو کې سوداګریزي چاري هم کم رنګه شوې دي.