د کرېکټ نړیوال جام کې د اسټرالیا او هالنډ لوبه روانه ده

د کرېکټ نړیوال جام ۲۴ سیالۍ کې د چارشنبې په ورځ اسټرالیا د هالنډ کرېکټ ملي لوبډلې په مقابل کې توپ وهي. اسټرالیا د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه. دا لوبه د کوربه هېواد هند د پلازمېنې نوي ډېلي په ارون جټلي لوبغالي کې راونه ده.

د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په دې جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.