د طالبانو کډوالو چارو وزارت: تېره ورځ له اوو زرو ډېر افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، دغه افغان کډوال چې یو شمېر يې په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي، خو یو شمېر یې په زور له دغو هیوادونو ایستل شوي. دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د (لړم ۲مه) نېټه ۷زره ۴۳۷ افغان کډوال د تورخم او اسلام کلا له لارې هیواد ته راستانه شوي.

یاد وزارت د تورخم د سرحدي آمر له قوله ویلي، چې د ننګرهار د تورخم له لارې ۷۲۵ کورنۍ چې شمېر یې ۴زره او ۹۳ تنه و، په خپله خوښه او جبري توګه له پاکستانه اېستل شوي او هیواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت وايي، ۳زره ۳۴۴ تنه د لړم په دویمه نېټه په خپله خوښه او زور، له ایرانه افغانستان ته راشړل شوي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، له ایران او پاکستانه د تازه ستنو شویو کډوالو له ډېلې یو شمېر بې وزله کسان یې د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر ته د مرستو ترلاسه کولو له پاره ورپېژندلي دي.
دغه افغان کډوال داسې مهال له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته ستنیږي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو پر ضد پاکستاني حکومت عملیات پیل کړي دي.
د پاکستان له بېلابیلو ایالتونو څخه خبر ورکړل شوی، چې هره ورځ ګڼ افغان کډوال تر نیولو وروسته بندیانیږي او بیا افغانستان ته شړل کیږي.