د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د پاکستان په څلورو ایالتونو کې د اخراج مرکزونه جوړېږي

اسلام اباد وايي، د افغان کډوالو د اېستلو لپاره یې د پاکستان په څلورو صوبو کې مرکزونه جوړېږي چې د همدغو مرکزونو له لارې به افغان کډوال اېستل کېږي.

د ځايي چارواکو په وینا پولیسو، څارنوالانو او د زندانونو مشرانو ته یې واک ورکړی، چې ناقانونه افغان کډوال تر نیولو وروسته د همدغو مرکزونو له لارې وباسي.


دوی وايي چې په خیبرپښتونخوا، بلوچستان، پنجاب او سند کې به د اخراج ځانګړي مرکزونه ژر تر ژره په کار پیل وکړي .

د دوی په وینا، په پنجاب او سند کې نیول کېدونکي افغانان په راولپنډۍ او کراچۍ کې توقیف ځایونو ته وړل کېږي.

د خیبرپښتونخوا څخه د وتونکو کډوالو لپاره په نوښار او د پېښور په څمکنیو کې دوه مرکزونه جوړېږي.

دا رنګه په بلوچستان ایالت کې نیول کېدونکي افغانان به درېو مرکزونو ته وړل کېږي، چې یو به یې د دغه ایالت په مرکز کوټه او دوه نور به یې په پښین او کلاسیف الله کې وي.

دغه پرېکړه د هغو لسګونه زره افغانانو د اېستلو لپاره شوې، چې پاکستان یې ناقانونه بولي او د روان اکټوبر تر پایه یې له پاکستانه د وتلو خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان حکومت د دغه ډول مرکزونو د جوړولو پرېکړه د نوومبر تر لومړۍ نېټې کابو یوه اوونۍ مخکې کړې، چې له پاکستانه د شاوخوا یو مېلیون او ۷۰۰ زره کډوالو د وتلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې افغان کډوال په ناامنیو کې لاس لري؛ خو باوري راپورونه ښيي چې پاکستان غواړي په دې توګه د افغان طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې د ټي‌ټي‌پي پر ضد په جګړه کې له پاکستان سره مرسته وکړي.

خو افغان طالبانو ویلي، چې دوی له ډیورند کرښې هغې خوا ته د پاکستاني طالبانو پر ضد په جګړه کې له پاکستاني چارواکو سره مرسته نه شي کولی.