محمود خان اڅګزی: په هیڅ صورت به افغانان په ناقانونه توګه نه اېستل کیږي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزي د پاکستان حکومت له لورې په زور د افغان کډوالو اېستلو ته غبرګون ښودلی. نوموړی وايي،‌ هیڅوک حق نه لري چې په سویلي پښتونخوا کې افغانانو ته کډوال ووايي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزي پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې په هیڅ صورت به افغانان په ناقانونه ډول له پاکستانه نه اېستل کیږي.
نوموړی د پاکستان حکومت ته په اشاره وايي، چې د افغانانو د اېستلو او د هغوی د ملکیتونو د غصب کولو حق نه لري.«کله چې به دوی (افغانان) راوستل، جنرال ضیاالحق به ویل دا مجاهدین او د اسلام سپیڅلي عسکر زموږ لپاره جنګیږي، په داسې حال کې چې نن دوی وایي ودې اېستل شي.»
همدارنګه ښاغلی اڅګزی وايي، د سپین بولدک ـ چمن په دروازه پر پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون کې د جوړ شوي پرلت غوښتنې دې ومنل شي.
نوموړی زیاتوي: «د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت قومونه له یو بل سره تړاو لري. د دوی کارو بار سره تړلی دی، د دوی نیمايي ځمکې د ډیورنډ کرښې یوې غاړې او نیمې یې بلې غاړې ته دي. پر دغه دروازه په پاسپورټ تګ راتګ ورته د منلو نه دی.»
تر دې وړاندې هم د پاکستان د یو شمېر سیاسي ګوندو مشرانو د پاکستان د حکومت له لوري له پاکستانه په زور د افغان کډوالو اېستلو ته غبرګون ښودلی و.
د پاکستان حکومت د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لپاره د روانې میاشتې تر وروستۍ نیټې ضرب الاجل ټاکلی.
په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان حکومت له لورې د یاد هیواد په بېلابیلو ایالتونو کې ګن شمېر افغان کدوال نیول شوي او بندي شوي هم دي.