افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد بلل شوی

AP ۱۴۰۲ لړم ۳

د جورج ټاون انسټیټیوټ او د اوسلو د سولې څیړنیز انسټیټوت د موندنو پر بنسټ افغانستان د نړۍ ۱۷۷هېوادونو په منځ کې د ۰.۲۸۶ امتیازاتو په اخیستو د ښځو لپاره د نړۍو تر ټولو بد هېواد په توګه وپېژندل شو.

په دغه لېست کې افغانستان لومړی، یمن دویم او د مرکزي افریقا جمهوریت درېیم ځای لري.

په هغه راپور کې چې د دغو دواړو څېړنیزو مرکزونو له خوا خپور شوی ویل شوي، چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ را په دېخوا دغې ډلې له ښځو سره ناوړه چلند کړی او د ښځو وضعیت په ډېرې چټکۍ سره خراب شوی دی.

د جورج ټاون انسټیټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ په خپل دغه څېړنیز راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشت راهیسې په افغانستان کې مېرمنې دندې نه لري او په بېلابېلو بڼو له ټولنیز ژونده محرومې شوې دي.

د دغه راپور له مخې؛ افغانستان د مېرمنو او نجونو لپاره “زندان” ګڼل شوی او ویلي یې دي، چې طالبانو د بیا واک ته له رسېدو وروسته تر ټولو ناوړه چلند له مېرمنو سره کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، د طالبانو له خوا د سختو کړنو او تګلارو سره بد اقتصادي او بشري وضعیت، وروستۍ مرګونې زلزلې او د کډوالو د جبري ستنېدو او د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره په افغانستان کې بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.

نوموړي دا خبرې د سې شنبې په ورځ «د لړم په دویمه» د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خپل وروستي راپور د وړاندې کولو پر مهال وکړې او زیاته یې کړه، چې نړۍواله ټولنه باید له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

له دې وړاندې یوناما په خپل راپور کې ویلي وو، چې لا هم په افغانستان کې ښځې د کار حق نه لري، په راپور کې راغلي د جولايي په ۱۹ نېټه د سنګارتونونو شاوخوا ۲۵څښتنان او د هغوي کارمندان په کابل کې د یوه سوله ییز لاريون په موخه سره راغونډ شوي وو، چې د طالبانو له خوا د اوبو په پاشلو او اخطاري هوایي ډزو په کارولو په زور سره تیت کړی شول. څلور ښځینه لاریونوالې ونیول شوې.

یوناما په خپل راپور کې د ښځو تګ راتګ او زده کړو محدودیتونه هم یاد کړي او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان ښځې لا هم محدودې او له ټولنیز ژونده بې برخې دي.

نور خبرونه

رادیو