سند او بلوچستان د ناقانونه کډوالو د اېستلو لپاره د ځواکونو سره یوځای کېږي

دغه خبرې په کراچۍ پرېس کلپ کې د سند د کورنیو چارو لنډمهاله وزیر حارث نواز او د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي په یوې غونډه کې وکړې.

په پاکستان کې ناقانونه کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل ته له شپږو ورځو پاتې کېدو سره د سند حکومت وړاندیز کړی، چې هغه بهرنيانو ته به اسانتیاوې برابرې کړي، چې غواړي خپل هېواد ته ستانه شي.

حارث نواز خبرداری ورکړی، چې د نومبر له لومړۍ نیټې څخه به د ناقانونه بهرنیانو پر وړاندې سخت اقدام وشي.

هغه وويل ،چې صوبايي حکومت کډوالو ته په خپلو هېوادونو کې د تګ په برخه کې اسانتياوې برابروي.


نوموړي دا ګنګوسې رد کړې، چې ګواکې عملیات یوازې د یوه قوم پر ضد دي او وایي:« دغه عملیات د ټولو هغو بهرنیانو پر ضد دي، چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه اوسیږي.»

له بلې خوا د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر ویلي، چې ناقانونه بهرنیان له پاکستانه د وتلو لپاره یوازې یوه اوونۍ وخت لري.

ښاغلي اڅکزي ویلي، « د بلوچستان حکومت به هر یو ناقانونه اوسېدونکی بېرته واستوي، صوبايي حکومت د وتلو لارې او کمپونه هم جوړ کړي او هغه کډوال چې د بېرته ستنېدو څخه انکار کوي، د نیولو او تعقیب سره به مخامخ شي. دولت د ناقانونه کډوالو په اړه اندېښنه لري، چې په ناقانونه فعالیتونو کې ښکېل دي.»

دغو چارواکو سیاسي ډلو ته هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې سیاسي ګوندونه باید د ناقانونه اوسېدونکو له ملاتړه ډډه وکړي او د ناقانونه کډوالو ملاتړ به د دولت ضد عمل وګڼل شي.