مالیزیا کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شو
په مالیزیا کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وايي، په دغه هېواد کې یې افغانانو ته د پاسپورټونو وېش پیل کړ. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په خپله خبرپانه کې د مالیزیا لپاره د دوی د سفیر نقیب الله احمدي له قوله ویلي چې دا پروسه به شفافه او چټکه وي.
نوموړي د سفارت له کارکوونکو غوښتي چې خپلې دندې په ښه همغږۍ ترسره کړي.
تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ایران، پاکستان، ازبکستان او ترکیه کې د پاسپورتونو وېش پیل کړی دی.
د دغه وزارت چارواکو ویلي چې په چین کې به هم افغانانو ته د پاسپورت د وېش په بهیر کار وکړي.