ټربیون: بریتانیا د ډسمبر تر پایه له پاکستانه ۲۰۰۰ افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدوي
د پاکستان ملکي هوايي چلند له ادارې سره د بریتانیا عالي کمېشنرۍ یوه لوړپوړي پلاوي په یوې لېدنه کې ویلي، چې د راروانې ډسمبر میاشتې تر پایه پورې به له پاکستانه ۲۰۰۰ افغانان دغه هېواد ته ولېږدوي.
اېکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، چې دغه پرېکړه په کراچۍ کې د برتانیا د عالي کمېشنرۍ د یوه پلاوي او د ملکي هوايي چلند ادارې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د یوې غونډې په ترڅ کې وشوه.
دواړو خواوو په دغې غونډه کې په برتانیا کې د افغان کډوالو د اوسېدو او د هغوی د لېږد لپاره د ځانګړو الوتنو د ترسره کولو په اړه خبرې وکړې.
دوی ژمنه وکړه، چې د راتلونکې اونۍ د ډسمبر تر پایه پورې به په ۱۲ الوتنو کې د بریتانیا یوشمیر افغان کارکوونکي یا همکاران انګلستان ته ولېږدوي.
د ملکي هوايي چلند ادارې یو مهالویش خپور کړی، چې په کې بریتانیا ته د مېشتو افغان کډوالو د اېستلو لپاره د ۱۲ ځانګړو چارټر الوتنو له لارې چې شاوخوا دوه زره افغانان پکې ځایېږي، په ډاګه کوي.
د دې چارټر الوتنې عملیات به د ډسمبر تر میاشتې پورې دوام وکړي.
په دې لړ کې د دغه پلان له مخې د دوی لومړۍ الوتکه چې ۲۰۰ افغان کډوال لېږدوي، سبا د پنجشنبې په ورځ د (اکټوبر ۲۶مه) له اسلام اباد څخه بریتانیا ته روانه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت ناقانونه کډوالو ته د ټاکل شوي ضرب الاجل د ختمېدو په درشل کې دی او یوازې شپږ ورځې نورې پاتې دي.
بریتانیا ته د تګ لپاره اوس هم په پاکستان کې سلګونه افغانان پرته له ویزو په هوټلونو کې شپې سبا کوي او څو ځلې د پاکستان د حکومت لهخوا نیول شوي هم دي، چې بیا وروسته د بریتانوي چارواکو په غوښتنه خوشې شوي دي.