د ناقانونه کډوالو د ضرب الاجل نږدې کېدل؛ طالبان یې له پاکستانه د غځولو غوښتنه کوي

طالبانو ویلي، له هغه مهاله چې پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو د اېستو په اړه پرېکړه کړې؛ تر دې مهاله له سلو زرو زیات افغانان په زوره له هغه هېواده اېستل شوي دي.

پاکستاني رسنۍ هم هره ورځ افغانستان ته د زرګونه افغانانو د ستنېدو خبرونه خپروي.
همدغه وړمه ورځ د پېښور په بورډ سیمه کې سلګونه هغه هټۍ د پېښور پولیسو له‌خوا ړنګې شوې، چې ټولې یې د افغانانو وې.

د دغه بازار په ړنګېدو سره زرګونو کورنیو خپل ورځنی عواید له لاسه ورکړل، چې دا په خپله پر افغان کډوالو د یو ډول فشار راوستل دي چې هغوی اړ کړي خپل هېواد ته ستانه شي.
طالب چارواکو له پاکستانه غوښتي، هغه هېواد ته په کار دي چې افغان کډوالو ته د ټاکل شوي ضرب الاجل موده وغځوي، چې په وینا یې دغه ستنېدونکي کډوال په برم او عزت سره د یو پلان سره سم خپل هېواد ته ستانه شي.
د پاکستان له‌خوا بې اسناده کډوالو د اېستلو لپاره شاوخوا یوه اوونۍ پاتې ده؛ خو افغانستان ته ستانه شوي کډوال له هغوی سره د شویو مرستو له کموالي شکایت کوي او وايي، سره له دې چې د ساړه ژمي رارسېدو ته کمه موده پاتې ده، دوی له خورا ستونزو او کړاوونو سره مخامخ دي.

طالب چارواکو وار له مخه د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې د دغو کډوالو لپاره یو لنډ مهاله پنډغالی هم جوړ کړی، چې د هغوی په وینا په یو وخت کې د ۵۰۰ کورنیو د بسیا کېدو وړتیا لري.

د افغان کډوالو د ویستلو د پرېکړې په سر پاکستان په نړۍواله کچه د سختو نیوکو او مخالفتونو سره مخامخ شوی؛ خو لا هم د دغه هېواد چارواکي وايي، چې دوی په خپله پرېکړه کلک ولاړ دي او ټینګار یې دا دی، چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به د یو عشاریه اووه مېلیونه ناقانونه کډوالو په اېستلو کې عملي ګامونه اخلي.