د استاد عبدالرحمن پژواک د ملي افکارو او ټولنیزو ارمانونو د پېژندنې علمي_څېړنیز سیمینار
د وتلي سیاسي او فرهنګي شخصیت استاد عبدالرحمن پژواک د ملي افکارو او ټولنیزو ارمانونو د پېژندنې په اړه علمي_څېړنیز سیمینار جوړ شو.
په دغه انلاین سیمینار کې چې د پژواک بنسټ لهخوا جوړ شوی و، په افغانستان او بهرنیو هېوادونو کې مېشتو نږدې ۴۰ علمي او فرهنګي شخصیتونو او د ښځو د حقونو فعالانو برخه اخیستې وه.
د هغه لمسي او د پژواک بنسټ مشر فرهاد پژواک د پروګرام په پیل کې د دغه سمینار موخه د عبدالرحمن پژواک پر ژوند، خدمتونو، د خاطرو پر ژوندي کولو او د نوموړي د ملي افکارو او ټولنیزو ارمانونو په اړه بحث او خبرې اترې وبللې.
د دغه سمینار ويناوالو د استاد پژواک پر ادبي او فرهنګي ژوند د خبرو ترڅنګ، نوموړی یې د هنري ظرافتونو په لرلو سره د ولسي شعرونو له مخکښانو وباله.
د علومو اکاډمۍ پخواني غړي او لیکوال عبدالغفور لېوال چې د استاد پژواک د ملي افکارو او ټولنیزو ارمانونو د پېژندنې په اړه مقاله لیکلې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې، د عبدالرحمن پژواک افکار پر ملي ارزښتونو ولاړ وو.
د نوموړي په وینا، د استاد پژواک افکار چې د افغانانو لپاره د یوه نوي معاصر ژوند او پرمختللي افغانستان هڅه وه او د یوه ډیپلومات په توګه یې چې پرمختللې نړۍ لیدلې وه، غوښتل یې افغانان هم پرمختګ وکړي.
پخواني ډیپلوماټ احسان لمر بیا د ازادۍ او بشري حقونو په برخه کې د پژواک د فکر او هڅو په اړه خبرې وکړې.
د ښاغلي لمر په خبره، استاد پژواک چې پر وطن مین او د قلم سړی و، له همدې امله یې مخالفینو له هېواده وویست او د وخت حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه د هغه د ټاکل کېدو مخه ونیوله.
په دې سمینار کې چې یو شمېر فرهنګي مېرمنو هم برخه اخیستې وه، د ښځو د حقوقو په تړاو د استاد پژواک د افکارو په اړه د ښځو د حقونو فعالې عالمې خبرې وکړې او خپله مقاله یې واوروله.
اوس هڅه دا ده، چې د ښاغلي پژواک اثار راټول، چاپ او راتلونکو نسلونو ته په لاس ورشي.
عبدالرحمن پژواک څوک و؟
افغان نوموتى شاعر، عالم او سياست پوه خداى بخښلی استاد عبدالرحمن پژواک د قاضي عبدالله زوى په ١٢٩٨ هجري لمريز کال کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.
نوموړي خپلې لومړنۍ زدهکړې له خپل پلار څخه چې د خپل وخت مشهور عالم او فقيه وو او همدارنګه له خپل مشر وروو قاضي حفيظ الله څخه په خپل پلرني ټاټوبي د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د باغبانيو کلي کې پیل او بیا تر هغه وروسته د (( مطلع دانش )) ښوونځي کې شامل شو.
د ښوونځي له پیله دوه کاله وروسته د استاد پژواک کورنۍ کابل ته کډه شوه، چې خپلې نورې زدهکړې یې د حبیبیې په عالي لیسه کې وکړې.
استاد عبدالرحمن پژواک د اصلاح ورځپاڼې د مسوول مدير، د باختر اژانس مشر، د پښتو ټولنې د مشر او د ډېرې مودې لپاره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي سفير، د ملګرو ملتونو پر منشور د بياکتنې کمېسيون مشر، د بشر حقونو کمېسيون مشر، د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې مشر او د ناميبيا لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې اسامبلۍ د رييس په توګه پاتې شوی دی.
نوموړي د ملګرو ملتونو سازمان تر اغېز لاندې سازمانونو کې، لکه يونسکو، بشر حقونو، د بشر حقونو له اعلاميې سره يوځاى کېدل او د نړۍوال ډګر په ناپېيلي بنسټ کې د شاملو هېوادونو د رول په خوځښت کې د افغانستان د غړيتوب لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي.
استاد پژواک د ١٣٧٤هجري لمريز کال د غبرګولې په ١٨مه د پنجشنبې په سهار د شپږ اويا کلنۍ په عمر له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.