د پنجاب حکومت له ناقانونه بهرنیانو غوښتي، چې د اکټوبر تر پایه دې له دغه ایالته ووځي

د پنجاب حکومت ټولو ناقانونه بهرنیانو ته خبرداری ورکړی، چې د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې پورې دې له پنجابه ووځي، ځکه چې په ناقانونه توګه د اوسېدونکو بهرنیانو پر ضد به د ورکړل شوي ضرب الاجل وروسته عملیات پیل شي.

په دې لړ كې د پنجاب لنډمهاله وزيراعلی محسن نقوي په مشرۍ غونډه كې د دغې صوبې وزیرانو، پولیس او امنیتي چارواکو هم ګډون کړی و، چې په کې د نومبر په پیلېدو سره به د ناقانونه اوسېدونكو پر ضد د عملیاتو پر پیلېدا خبرې اترې وشوې.

محسن نقوي د ترهګرۍ پر ضد د مقابلې لپاره د یو متحد عمل پلان پر اړتیا ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې څه د پاسه ۵۰۰۰۰ افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ناقانونه کډوالو لپاره د پاکستان وروستۍ پرېکړه له پراخو غبرګونو سره مخامخ شوې، چې هم د ننه په پاکستان او هم نورو بهرنیو بنسټونو دغه پرېکړه نا عادلانه بللې ده.