ملګري ملتونه: پاکستان حق نه لري، چې په زوره افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوه ویاند پاکستان ته ویلي، د دې حق نه لري چې افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې وباسي. فرهان حق له پاکستانه غوښتي، چې له شوې پرېکړې دې لاس په سر شي او کډوال دې پرېږدي چې د ژوند او خوندیتوب شرایطو ته په کتو، په خپله په دې اړه پرېکړه وکړي.
دغه ځرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې د پاکستان ټاکل شوي ضرب الاجل ته ډېرې کمې ورځې پاتې دي. اسلام اباد ویلي، هغه سلګونه زره بهرنیان چې قانوني اسناد نه لري د اکټوبر تر پایه دې له پاکستانه ووځي؛ که نه دوی به یې په زوره وباسي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو عالي کمشنري (یو،اېن، اېچ، سي، ار) د اټکل له مخې، شاوخوا درې مېلیونه او اووه لکه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې نژدې اووه لکه یې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته پاکستان ته ورغلي دي.
بل خوا د طالبانو تر لاس لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، اسلام اباد دې د افغان کډوالو د اېستلو پر پرېکړې بیا کتنه وکړي.
د هغه په خبره، دغه شان پرېکړې د دواړو ملتونو او هېوادونو ترمنځ د فاصلې رامنځته کېدو سبب ګرځي او د هېڅ لوري په ګټه نه دي.
نوموړي همدا راز ویلي، په تورخم او سپين بولدک کې دې د افغانانو تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابرې شي او د درملنې لپاره تللي ماشومان، ښځې او بې ګناه نيول شوي کسان بايد له زندانونو خوشې شي.
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، په دغه لیدنه کې په کابل کې د پاکستان سفیر عبدالرحمن نظاماني ویلي، هڅه کوي، هغه مسلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د واټن پیدا کېدو سبب ګرځي، د خبرو اترو له لارې حل کړي.
سره له دې چې د کډوالو پر ضد دغه وروستی ګام د سختو نړۍوالو غبرګونونو سره مخامخ شوی؛ خو بیا هم پاکستاني چارواکي ټینګار کوي، چې په دې اړه یې پرېکړه وروستۍ او نه بدلېدونکې ده.