پاکستان: د نومبر له لومړۍ نیټې د ناقانونه کډوالو لپاره "د اېستلو یو پلان" لرو
پاکستان د پنجشنبې په ورځ وویل چې تمه کېږي، د نومبر تر لومړۍ نیټې د ورکړل شوي ضرب الاجل سره سم د سلګونه زره افغانانو په ګډون ټول ناقانونه بهرنیان له دغه هېواده ووځي؛ که نه له جبري اېستلو سره به مخامخ شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۱.۷۳ مېلیونه افغانان قانوني اسناد نه لري، چې په وینا یې سږ کال افغانانو په ډېریو ځانمرګو بریدونو کې لاس لاره.
اسلام اباد وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر ۴.۴ مېلیونو ته رسیږي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي:« د حکومت دریځ خورا واضح دی، د پاکستان د حکومت دریځ دا دی چې خپلو هېوادونو ته د نا قانونه بهرنیانو په خپله خوښه د ستنېدو وروستۍ نېټه د (اکټوبر ۳۱ مه) ده او د نومبر له لومړۍ نیټې د پاکستان د قوانینو سره سم د بېرته ستنېدو پلان پلې کېږي.»
پاکستان وايي، د ناقانونه بهرنیانو د اېستلو بهیر به په منظمه توګه او په پړاوونو کې ترسره شي او ښایي د جرمي دوسیو لرونکو کسانو څخه پیل شي.
تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و:« د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د پاکستان پرېکړه د منلو نه ده.»
په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
پاکستان تور لګوي، چې په دغه هېواد کې وروستی تاوتریخوالی او بریدونه د افغانستان له خاورې پلان شوي دي؛ خو طالبانو تل دغه ادعاوې رد کړې دي.
د متحده ایالاتو د پخوانیو لوړ پوړو چارواکو او د بیا مېشتېدنې سازمانونو یوې ډلې له پاکستانه غوښتي، هغه افغانان چې د امریکا ویزو ته په تمه دي او د امریکا دولت لهخوا یې غوښتنلیکونه منل شوي، په دغه هېواد کې دې ورته ځای ورکړل شي.