د پاکستان بشري حقونو کمیسیون ویلي د افغان کډوالو حقونه دې خوندي شي

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان حکومت دې د افغان کډوالو د شړلو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي. د خبرپانې له مخې په پاکستان کې دې د افغان کډوالو ټول حقونه خوندي شي او له دوی سره دې له زور زیاتې کار نه اخیستل کيږي.

په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې وه چې ناقانونه افغان کډوال به د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې بیرته افغانستان ته ستنوي.
دغه کمیسیون زیاتوي چې له پاکستانه د کډوالو په زوره ایستل د قانون خلاف کړنه بلل کیږي او دا د کډالو د نړیوال قانون له مخې هم سمه او قانوني لاره نه ده.
د دغه کمیسیون ویناپاڼه زیاتوي چې په افغان کډوالو کې داسې کورنۍ هم شته چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د مرګ له ګواښ سره مخ شوي او پاکستان ته یې پناه راوړې ده.
د خبرپاڼې له مخې د پاکستان حکومت له افغانستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنرۍ سره د افغان کډوالو په برخه کې یو درې اړخیز هوکړه لیک هم لري خو پاکستان په دننه کې د کډوالو په برخه کې یو سم قانون نه لري.
د نړیوالې ټولنې د بشرې حقونو د برخې یو راپور ښیي چې ان هغه افغانان هم د پولیسو له لوري ځورول شوي او بیځایه شوي چې د (یو این ایچ سي آر) له لوري د کډوالۍ کارتونه یې هم لرل.
له بلې خوا د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یو این ایچ سي آر) هم ټینګار کړی چې د نړیوالو قوانیونو پر بنسټ د کډوالو بېرته ستنول دې د هغوی په خپله خوښه شي، او په زوره ایستل یې یو ناقانون عمل ګڼل کیږي.
د شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې ۴،۴ میلیونه افغان کډوال اوسیږي چې د دوی يوه وړه برخه یې قانوني اسناد نه لري او پاتې هغه یې د ملګرو ملتونو له لوري تر اروزنې وروسته د کډوالۍ کارتونه په لاس لري.