په ننګرهار کې جبري ستنېدونکو کډوالو لپاره د لنډمهاله پنډغالي د جوړېدو چارې پیل شوې

د ننګرهار ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د جبري راستنېدونکو کډوالو لپاره د یوه لندمهاله پنډغالي د جوړېدو چارې د تلې په ۲۶مه پیل شوې.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مسلکي معین او په جبري توګه د راستنېدونکو د وضعیت د ارزونې د کمیسیون د لنډمهاله مېشتېدنې کمیټې مشر عبدالرحمن راشد د دغه پنډغالي د جوړولو د پرانیستې پرمهال وویل، په دغه لنډمهاله پنډغالي کې په یوه وخت ۵۰۰ کورنۍ ځایېدلای شي.

د نوموړي په خبره، دغه پنډغالی د طالبانو د رییس الوزرا په حکم له پاکستانه د بېرته راستنېدونکو کډوالو د لنډمهاله ځای پر ځای کېدو او هغوی ته د بېړنیو مرستو د رسولو په موخه جوړیږي.

دغه پنډغالی داسې مهال جوړیږي، چې له پاکستانه د کډوالو د اېستلو بهیر چټک شوی او په تېره یوه میاشت کې زرګونه افغانان له دغه هېواده اېستل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په پاکستان کې اوس‌مهال څه باندې ۱.۷ مېلیونه ناقانونه افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل وخت د پایته رسېدو په درشل کې دی او ورسره په دغه هېواد کې پر کډوالو هم فشارونه زیات شوي دي.

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې پاکستان باید پر خپلې دغې پرېکړې له سره غور وکړي؛ خو پاکستان په ځلونو ویلي چې د دوی دریځ نه بدلېدونکی دی.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، نورو بشري بنسټونو او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو د اېستلو په تړاو د پاکستان پرېکړه او چلند غندلی و.

پاکستان دا مهال د ۳،۷ افغان کډوالو کوربه دی، چې دې ډله کې یې شاوخوا ۷۰۰ زره د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته کډوال شوي دي.