د ټاپي پروژې ناڅرګند برخلیک: پر ټاپي پروژې لا هم د کار د پيلېدا څرک نه لګیږي
سره له دې چې د ټاپي پروژې د بشپړېدو نېټه ۲۰۱۹ کال ښودل شوې وه؛ خو تر اوسه هم د دغې پروژې برخلیک نا څرګند پاتې دی.
د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د نومونو د لومړنیو تورو لنډیز دی؛ د دغو هېوادونو ترمنځ د غازو (ګازو) نل لیکې ته وایي چې له دې لارې به د ترکمنستان د غازو يوه اوږده نل ليکه د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هند ته وغځول شي او په دې توگه به د ترکمنستان گاز د پاکستان او هند بازارونو ته لاره خلاصه کړي.
دغه نل لیکه په کال کې ۳۳ مليارډ متر مکعبه طبیعي گازو د لېږد وړتیا لري چې ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی به لري، ۷۷۴ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې تېرېږي، چې له مخې به یې افغانستان ته د زیات کلني عاید تر څنګ شاوخوا پنځه زره افغانانو ته د کار زمینه هم برابرولای شي.
سره له دې چې په تېرو شلو کالو کې تېرو حکومتونو د دغې پروژې پلې کولو ته زیاته لېوالتیا ښودله؛ خو د نا امنیو له امله ښکېل هېوادونه د پروژې پیل ته زړه نا زړه وو.
یوه بله ستونزه چې د دغې پروژې د کار پر لاره کې خنډ ده، هغه د دغې نل لیکې د غځولو په مسیر کې پرتې شخصي ځمکې دي، چې لا تر اوسه په دې اړه ځانګړې پرېکړه نه ده شوې؛ خو د طالبانو د کانونو او صنعت وزارت وايي، چې دغه ځمکې به د هغو له خاوندانو په بیه واخلي او د دغې پروژې چارې به ډېر ژر پیل کړي.
د پاکستان کابینې د سږ کال په لړمړیو کې د دغې پروژې د پلې کولو پلان تصویب کړ او ژمنه یې وکړه، چې د ټاپي پروژې ارزونه به پیل شي.
ټاپي پروژه د افغانستان لپاره ډېرې اقتصادي ګټې لري او ورسره جوخت د دغې پروژې عملي کېدل په سیمه کې د افغانستان له سیاسي دریځ سره زیاته مرسته کولای شي.
سره له دې چې د دې پروژې اجرا ته لږ تر لږه افغانستان، ترکمنستان او پاکستان زیاته لېوالیتا لري؛ خو په ناڅرګندو لاملونو د ټاپي پروژې عملي چارې ځنډېدلې دي.
ځینې کتونکي وايي چې تراوسه پورې د پیسو نړۍوال صندوق، نړۍوال بانک یا اسیايي بانک نه دي حاضر شوي، چې دغه پروژه تمویل کړي ځکه دا مهال په افغانستان کې واکمن نظام تر اوسه هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلای.
د جون په میاشت کې په اسلام اباد کې د ترکمنستان یوه پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د ټاپي پروژې د اجرا په اړه یوه موافقه لاسلیک کړه.