اېرلنډ کابو ۶۰۰ زیانمنونکو افغانانو ته ویزې ورکړې
د اېرلنډ عدلیې وزارت وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۶۰۰ افغانانو ته یې ویزې ورکړې دي. دغه پروګرام د عمر خوړلو، ښځو، نجونو او معلولیت لرونکو خلکو په ګډون تر ټولو زیان منونکو کسانو ته لومړیتوب ورکوي.
د اېرلنډ د اېرېش اګزماینر د مالوماتو له مخې، دغه طرحه چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د کورنیو د راوستلو په موخه جوړه شوې وه، لږ تر لږه تر څلورو کسانو پورې په اېرلنډ کې له دوی سره یوځای کېدلای شي.
د اېرلنډ د عدلیې وزیرې هېلین مکنېټ وویل چې د دغه پروګروام د یوې برخې په توګه ۵۸۷ کسان منظور شوي او د ۲۰۶ کسانو ۷۰ غوښتنلیکونه رد شوي دي.
د افغانانو د ویستلو د پلان له مخې، اېرلنډ له افغانستانه د ۵۰۰ زیانمن شویو افغانانو د اېستلو ژمنه کړې وه؛ خو اوس دغه هېواد وايي ښايي نورو کسانو ته هم ویزې ورکړي.
اېرلنډ وايي، دې هېواد ته د زيانمنو افغانانو د راوستو ترڅنګ دوی تر اوسه د هغو افغانانو کورنيو ته چې د دغه هېواد تابعيت لري، ٤٧٦ ګډې ويزې ورکړې دي.