ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر: له پاکستانه ۵۳۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ننګرهار ولايت د رسنیو مرکز په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د تورخم له لارې له پاکستانه ۵۳۴ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه مرکز لیکلي، چې د راستنو شویو ۳۰۳۲ غړي ثبت او د کډوالۍ نړۍوالې ادارې ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پېژندل شوي دي. ‏دغه مرکز زیاته کړې، چې دغه راستنې شوې کورنۍ به د مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو سيمو ته ولېږدوي.

وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت د ناقانونه کډوالو د اېستلو لپاره پرېکړه وکړه، د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.

د پاکستان حکومت د اکټوبر تر پایه پورې ناقانونه کډوالو ته ضرب الاحل ټاکلی او له دوی یې غوښتي، چې تر ټاکل شوې نېټې دې په خپله خوښه دغه هېواد پرېږدي. تر هغه وروسته هره ورځ د طالبانو له‌خوا د کډوالو د ستنېدو شمېرې ورځ تر بلې لوړې اعلانیږي.